IQNA

 د افغانستان پر ملاتړ د اسلامی ملګرتیا موسیسې ټينګار

6:30 - February 20, 2025
د خبر لمبر: 3490671
ایکنا-  د اسلامی ملګرتیا موسیسې  مسئولانو وئيلی دي،  په هرې رودې سره به د افغانستان ملاتړ  ته دوام ورکړي.

ایکنانیوز د صدای افغان خبری آژانس له قوله راپور راکړ، د اسلامی ملګرتیا موسیسسې مرستیال  ددې خبرې په کولو سره چې  دغه موسیسه  له افغانستان سره په تعامل کې د سلیقه اي چلند پلوئ  نه ده ،ووئيل؛ د اسلامی ملګرتیا موسیسه  له افغانستان  څخه  ملاتړ ته په هرې رودې  سره چې وي،دوام ورکوي.

د افغانستان د طالبانو د سرپرست حکومت د خارجه وزارت  مطبوعاتی دفتر  د یوې اعلامیې په خپرولو سره ووئیل، ددغه وزارت سرپرست  امیر خان متقي   د اسلامی ملګرتیا موسیسې  له مرستیال او  د افغانستان په چارو کې ددغې موسیسې  ځانګړي استازي طارق علی نخیت سره  کتنه  وکړه.

په دغې کتنې کې  په دغې موسیسې کې د طالبانود نمایندګۍ  د پیاوړتیا او  دغه راز د امنیتی ، تعلیمي ، اقتصادي،د انسان دوستۍ د مرستو  او  د نشه ایزو  موادو  د کشف او ورسره د مبارزې  دموضوعګانو په باب خبرې اترې وشوې.

امیر خان متقي په دغې کتنې کې  د طالبانو بریاؤ ته په اشارې سره ووئيل؛  هغه عیني واقعیَتونه، له هغه څه  څخه چې په رسندویو کې منعکس کیږي، ډير توپیر لري.

 له بل پلوه  طارق علی بخیت  هم  په دغې کتنې کې ووئيل؛  د اسلامی ملګرتیا موسیسه  له افغانستان سره په تعامل کې  د سلیقه وي  چلند پلوئ نه ده او  د واقعیّتونو د منلو او د هغو د انعکاس  په لارو چارو باؤر لري.

هغه ډاډ ورکړ، د اسلامی ملګرتیا موسیسه  په هرې یوې رودې سره چې وي، دافغانستان ملاتړ ته دوام ورکوي.

https://iqna.ir/fa/news/4267007

captcha